کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په افغانستان کې د پاکستان سفیر وايي، ټاکل شوې له اسلام اباده د افغانستان مزارشریف، کندهار او هرات ښارونو ته د ملکي الوتنو لړۍ پيل شي.
په افغانستان کې د پاکستان سفير منصوراحمد خان دا څرګندونې له ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې، خو دا یې نه دي ویلي چې الوتنې به کله پیل شي.
هغه دا هم ویلي چې د افغانستان حکومت غوښتي چې له افغانستانه د پاکستان کراچۍ، کوېټې او لاهور ښارونو ته هم الوتنې پیل شي.
منصوراحمد خان وایي، له کابله د پاکستان کراچی، کوېټې او لاهور ښارونو ته د الوتنو د تګلارې په اړه به د افغانستان او پاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې پرېکړه وکړي.
د سرچينې په وينا، دا مهال يوازې له کابله اسلام اباد ته الوتنې کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP