Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جنرال شریف: د هېواد د پولو ساتنې لپاره ځانګړی سرحدي ځواک ځای پر ځای کوو

کندهار (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۰)  د کورنیو چارو وزارت اړوند د سرحدي پولیسو عمومي رئيس او د صفونو د تصفیې کمېسیون مرستیال جنرال شېرمحمد شریف وایي، سرحدي پولو ته ځانګړې پاملرنه لري او په ټول توان ورڅخه ساتنه کوي.

هغه چې د شنبې په ورځ یې کندهار ته سفر کړی و، د یو شمېر قومي مشرانو په ملتیا یې په سپين بولدک ولسوالۍ کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له صفري نقطې څخه لیدنه وکړه.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، جنرال شېرمحمد شریف وویل، په دې لیدنه کې قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی چې ا.ا د هېواد ټولو پولو ته ځانګړې پاملرنه لري او ساتنه به یې کوي.

د سرحدي پولیسو عمومي رئيس او د صفونو د تصفیې کمېسیون مرستیال زیاته کړې، د افغانستان له پولو څخه د لا ښې ساتنې په موخه به ډېر ژر ځانګړي سرحدي ځواکونه ځای پر ځای شي.

هغه دغه راز سرحدي ځواکونو ته سپارښتنه کړې تر څو له خلکو او د هېواد له سرحداتو څخه په رښتينې او ښه توګه ساتنه وکړي.

شریف په سپين بولدک ولسوالۍ کې ځايي مسوولینو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې په دې برخه کې باید ګډې هڅې وشي.

د سرحدي پولیسو عمومي رئيس داسې مهال سپين بولدک ته سفر کوي چې په دغه ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د خلکو د تګ راتګ په وړاندې ګڼې ستونزې پرتې دي.

خلک غوښتنه کوي چې پر ډيورنډ کرښه باید داسې ځواکونه په دندو وګومارل شي چې د پاکستاني لوري ځواب وویلای شي او د خلکو ستونزې حل کړي.

د افغانستان د پولو د ساتنې لپاره داسې مهال د ځانګړو سرحدي ځواکونو د ګومارنې خبر ورکول کېږي چې پر ډیورنډ فرضي کرښه له افغانستان څخه د وسلو او پوځي تجهیزاتو د قاچاق ادعاوې زیاتې شوې دي.

خلک غوښتنه لري چې باید له پاکستان سره پر پرته اوږده ډیورنډ کرښه داسې یو ځواک وګومارل شي چې د هر ډول قاچاق او نورو غیرقانوني کړنو مخه ونیسي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.