کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۰): مالیې وزارت وايي چې له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته د زړو اوسپنو پر صادرولو بندیز ولګېد او هېواد کې د تولید شوي ګول سیخ پر صادرولو لس سلنه محصول هم معاف شو.
له دغه وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مالیې وزارت مشرتابه او اړوندو مسوولینو د هېواد اقتصادي وضعیت او د صادراتو ودې ته په پاملرنې افغانستان کې د تولید شوي ګول سیخ له لس سلنې محصول اخیستو پرته د صادرولو پرېکړه وکړه.
هغه وایي چې د یادې پرېکړې له مخې به د میاشتې زر ټنه ګول سیخ پاکستان ته صادرېږي او د یوه ټن بیه به تر څه باندې ۹۰۰ ډالرو وي.
د خبرپاڼې له مخې، تر دې وړاندې د هېواد زړې اوسپنې ګاونډیو هېوادونو ته یو ټن د شاوخوا ۳۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت صادرېدې خو د نوې پرېکړې له مخې پر صادراتو بندیز ولګېد.
سرچینې زیاته کړې چې پانګوال د پورتنۍ هوکړې له مخې کولای شي هېواد کې تولید شوي ګول سیخونه نورو هېوادونو ته له ستونزې پرته صادر کړي.
د سرچینې په وینا، صادرات چې د یوه هېواد په اقتصادي وده کې کلیدي رول لري او د کورنیو تولیداتو ډېروالي ته لاره هواروي؛ نو له همدې امله حکومت د کورنیو تولیداتو د صادراتو زیاتولو او پر وارداتو باندې د خپلې تکیې راکمولو او همدا شان د اقتصادي وضعیت ښه کېدو ته ژمن دی.