جلال اباد (پژواک، ٢٩ لېندۍ ۱۴۰۰): په ننګرهار ولايت کې کتاب پلوونکي وايي، د وروستي بدلون له امله د خلکو خراب اقتصادي وضعيت د دې لامل شوی چې د دوی کاروبار په ټپه ودرېږي.
کتاب پلورونکي پر دې سربېره د يو شمېر ښوونيزو ادارو تړل کېدل او پر دوی د مستوفيت د ټکسونو لوړوالی هم د دې لامل ګڼي چې هم يې کارونه ولاړ دي او هم له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د کتاب پلورونکو او د دوی د اتحاديې د معلوماتو له مخې، همدا اوس يو شمېر کتاب پلورنځي تړل شوي او نور هم د تړل کېدو په حال کې دي.
ننګرهار چې يو وخت د کتاب د پلور او چاپ ستر مرکز بلل کېده دا څو مياشتې په کې نه د پام وړ کتابونه خرڅ شوي او نه هم چاپ شوي دي.
د جلال اباد ښار اسحاقزی مارکېټ د کتابونو د پلور ستر مرکز دی چې اوس په کې ځينې دوکانونه بند دي او ځينې هم د تړل کېدو په حال کې دي؛ خو په ورځو ورځو ورته کتاب اخیستونکي نه ورځي.
د ګودر خپرندويه ټولنې او کتاب پلورنځي مسوول زاهد الله پژواک اژانس ته وویل چې تېر کې دوی هره مياشت لسګونه کتابونه چاپول او د خرڅلاو کچه يې هم ډېره وه چې پر جلال اباد سربېره به نورو ولايتونو ته هم کتاب پلورونکو ترې په عمده بڼه کتابونه اخیستل، خو اوس دا هر څه په ټپه ولاړ دي.
د رياض الله په نوم يو بل کتاب خرڅوونکی وايي، چې تېرو څلورو مياشتو کې يې د نظام تر سقوط وړاندې د يوې اوونۍ د خرڅلاو برابر کتابونه هم نه دي خرڅ کړي.
جلال اباد ښار کې د کتاب پلورونکو د اتحاديې مسوولين وايي، د کتابونو د بازار خرابوالي له امله همدا اوس يو شمېر دوکانونه تړل شوي او ډېر نور هم د تړل کېدو په حال کې دي.
د دغې اتحاديې مشر محمد حامد مجددي پژواک اژانس ته وويل، چې د کتاب د چاپ او پلور کاروبار ۹۹ سلنه په ټپه ولاړ دی، ځکه بې روزګاري او بې وزلي زياته شوې نو ځکه څوک د کتاب د اخیستو توان نه لري.
په ورته وخت کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولين هم د کتاب پلورونکو ستونزې او غوښتنې پرځای ګڼي او ډاډ ورکوي چې د حل لپاره به يې په يو ميکانيزم کار وکړي.
د دغه رياست مرستيال مولوي امان الله عادل پژواک ته وويل چې دوی له مستوفيت او ګمرک سره د مالياتو د کمښت او دغه راز له کتاب پلورنکو سره د اړينو مرستو لپاره هڅې پيل کړې دي.
يواځي په ننګرهار کې کتاب پلورونکي نه دي چې د کاروبار له خرابوالي شکایت کوي، بلکې په دې وروستیو کې په ختيځو نورو ولایتونو کې هم کتاب پلورونکي له ورته برخلیک سره مخ دي.