ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي هبت الله اخندزاده چارواکو ته په خطاب کې: زما د عفوې فرمان ته درناوی ولرئ

مولوي هبت الله اخندزاده چارواکو ته په خطاب کې: زما د عفوې فرمان ته درناوی ولرئ

author avatar
30 Dec 2021 - 11:49
مولوي هبت الله اخندزاده چارواکو ته په خطاب کې: زما د عفوې فرمان ته درناوی ولرئ
author avatar
30 Dec 2021 - 11:49

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۰): د کندهار ولایت مقام وايي چې د اسلامي امارت مشرتابه په یوه لیدنه کې چارواکو ته په خطاب کې ویلي، د ده عفوې ته باید احترام ولري، افغانان خپل وروڼه وبولي، د امن وسيله يې وګرځي او اصول په کلکه مراعات کړي.

د ولایت مقام د رسنیو مرکز له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت مشر مولوي هبت ‌الله چارواکو ته دا او ګڼې نورې سپارښتنې په هغې غونډې کې وکړې چې تېره ورځ د کندهار ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

د خبرپاڼې په حواله، په دې غونډه کې د کندهار د والي حاجي محمد یوسف وفا، مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک او امنیه قوماندان ملا عبدالغفار ترڅنګ د ټولو ریاستونو رییسانو، ولسوالانو، د ولسوالیو امنیه قوماندانانو او د امنیتي حوزو امرانو ګډون کړی و.

د رهبرۍ مقام په دې غونډه کې ویلي چې مبارزه یې په هېواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره وه او اوس باید د نظام د پرمختګ او ولس ته د هوسا ژوند برابرولو په موخه شپه او ورځ کار وشي.

هغه په خپلو خبرو کې د ملکي او نظامي ادارو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د ده له خوا د اعلان شوې عفوې احترام وکړي او د تېر نظام کارکوونکو ته دې د تېرو جرمونو سزا نه ورکوي.

نوموړي ویلي، د هېواد هر وګړی د قدر وړ دی، د افغانانو عزت په بل هېواد کې نشته، له هېواده دې نه وځي، چارواکي دې هغوی ته قناعت ورکړي چې همدلته پاتې شي، دلته یې درناوی کېږي.

ده پر چارواکو غږ کړی چې د ټولو خلکو د امن وسیله وګرځي او د هغوی د عزت ساتنه وکړي.

مولوي هبت ‌الله د دندو او مسوولیتونو پر سم ترسراوي او اوامرو ته د غاړې اېښودلو په تړاو هم سپارښتنې کړې دي.

هغه چارواکو ته په خطاب کې ویلي، څوک دې په خپله مسوولیت نه غواړي خو که ورته وسپارل شو نو باید د امر اطاعت وکړي او ور سپارل شوی مسوولیت دې په سمه توګه ترسره کړي.

دی وايي: «د مشرتابه له لوري درکړل شوي اصول، طرزالعلملونه او لایحې په ټینګه عملي کوئ، خپلسرې کړنې مه کوئ، خپل مسوولیت داسې ترسره کړئ چې سبا په رڼو سترګو ولس ته وکتلای شئ.»

د حکومت او ولس ترمنځ د اړیکو په برخه کې هغه حکم کړی چې ټول افغانان خپل وروڼه وګڼئ، ظلم مه ورسره کوئ، مه یې وهئ، د ظم پایله بده ده.

هغه د عدالت پر تامین ټینګار کړی او سپارښتنه یې کړې ده چې د عدالت لپاره باید مبارزه او کار وشي، هر چا ته خپل حق ورکړل شي، په مسوولیت کې دې له زورواکۍ کار نه اخیستل کېږي، دندې دې د انډیوالۍ، ژبې او قوم له مخې چا ته نه ورکول کېږي، بلکې د وړتیاوو پر بنسټ دې ورکړل شي.

په امنیتي برخه کې هغه په خپلو سپارښتنو کې اړوند چارواکي د ګزمو او تلاشیو پر مهال له ولس سره ښه چلند ته رابللي دي.

ده ویلي: «شپه او ورځ د خلکو امنیت ته متوجه و اوسئ، د ګزمو او تالاښیو پر مهال خلکو ته ستونزې مه جوړئ، امنیتي کسان په ښو اخلاقو سمبال کړئ، په خپلو منځونو کې همغږي وساتئ او د یوه او بل په کارونو کې مداخله مه کوئ.»

نوموړي په پای کې له خلکو غوښتي چې له نظام سره ودرېږي؛ ځکه لوی امتحان په مخ کې دی څو دوی بریالي شي او ښه تاریخ جوړ کړي.

د رهبرۍ مقام له خوا دا سپارښتنې په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې پر عمومي عفوې سربېره ځیني پخواني چارواکي له ځورونو سره مخ شوي خو اړوندو چارواکو ویلي، نه یوازې چې د دې کار اجازه نه ورکوي، بلکې سرغړوونکي کسان یې نیولي دي.

Views: 227

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.