ژبه

ډېر ژر به په کابل کې بېرته د پاسپورټ ریاست چارې پیل شي

کابل(پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): د پاسپورټ ریاست وایي چې ډېر ژر به یې په کابل کې کاري چارې پیل شي او وروسته له دې به د جمعې ورځې ترڅنګ د پنجشنبې په ورځ هم دغه ریاست د خلکو پر مخ تړلی وي.

د پاسپورټ رئیس عالم ګل حقاني نن په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دغه ریاست چارې یې د امنیتي ستونزو له امله ځنډولې او اوس مهال د دغه ریاست لپاره پر امنیتي تدابیرو باندې کار کوي او ډېر ژر به یې بېرته چارې پیل شي.

تېره پنجشنبه د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د پاسپورټ ریاست مخ ته یې مخکې له دې چې بریدګر خپلې موخې ته ورسیږي مخه یې نیولې وه او په دغه پېښه کې چاته زیان نه و اوښتی.

حقاني ویلي:« ټولو هېوادوالو، دولتي کار کوونکو او مجاهدینو وروڼو ته خبر ورکول کیږي چې د پنجشنبې ورځ د مجاهدینو لپاره مختص شوې وه، هغه ورځ لغوه او نور دې مجاهدین پر دغه ورځ د پاسپورټ اخیستلو لپاه مراجعه نه کوي.»

د یادونې ده چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې د پاسپورټ ریاست اعلان وکړ چې د پنجشنبې په ورځ به یواځې دولتي کارکوونکو ته پاسپورټونه ورکول کیږي.

ده همدا راز ویلي، چې تر دې وروسته به د جمعې ورځې ترڅنګ د پنجشنبې په ورځ هم د پاسپورټ ریاست رخصت او د مراجعینو پر مخ بند وي.

 

ورته موضوع