ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳۰سلنه زيات شوی”

هلمند کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳۰سلنه زيات شوی”

author avatar
11 Jan 2022 - 17:13
هلمند کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳۰سلنه زيات شوی”
author avatar
11 Jan 2022 - 17:13

لښکرګاه(پژواک، ۲۱مرغومی ۱۴۰۰): د هلمند ولایت روغتيايي سرچينو په دغه ولايت کې پر  خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله ۳۰سلنه زیات وباله .

د هلمند  د عامې روغتيا رييس مولوي غازي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې پر  خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د مخکې په پرتله زیات شوی دی.

نوموړي دا ونه ويل چې پر يادې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله څو برابره زیات  شوی، خو زياته يې کړه چې پر دا ډول ناروغۍ ډېری اخته ماشومان د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي دي.

د غازي په وينا، خلک وچکاليو او تېرو جګړو سخت ځپلي او د خپلو کورنيو د غړو لپاره مناسب خواړه نه شي برابرولای او همدا لامل دی چې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر زیات دی .

د بست په ولايتي روغتون کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د برخې مسوول ډاکټر محمد داوود نصرت پژواک ته وويل چې په ياد ولايت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳۰سلنه زياته شوی او دغه شمېر ورځ تر بلې ډېریږي.

نوموړي هم د يادې ناروغۍ د زياتېدو اصلي لامل بې وزلي وبلله.

هغه وایې چې تېرکال روغتيايي مرکزونو ته په منځني ډول د ورځې  پر خوارځواکۍ اخته ۲۵ماشومانو مراجعه کوله، خو سږ کال يوازې د تېر ميلادي کال په وروستۍ مياشت کې پر يادې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳۸۰ ثبت شوی.

نوموړی وايي چې ياد توپير ته په پام سره سږ کال د تېر کال په پرتله خوارځواکي ۳۰سلنه زياته شوې ده.

دی زياتوي چې په خوارځواکۍ ډېری اخته ماشومان په روغتون کې له دوو تر درېيو ورځو بستر وروسته رخصتېږي، خو ځينې يې بيا په میاشتو مياشتو بستر ته اړتيا لري.

Views: 36

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.