اسعد اباد (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۰): په کونړ کې ډيورنډ کرښې بېل کړي خلک له حکومته غواړي چې دوی بېرته سره يوځای کړي او لګېدلی سیم دې لرې کړي.
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ یو قومي مشر رحیم الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې حکومت دې د اغزن سیم لګېدو له امله د تګ راتګ پر وړاندې راپيدا شوې ستونزه هواره کړي.
نوموړی زياتوي چې افغان حکومت دې له پاکستاني لوري سره د خبرو اترو له لارې غځېدلی اغزن سیم ټول کړي؛ ځکه کورنۍ او قوم یې سره بېل او لري کړي دي.
هغه وويل: ((شاوخوا څلور پنځه کاله وړاندې مو کلیوالو کولای شول چې په ډاډه زړه د ناړۍ ولسوالۍ د دوکلام په سیمه له کرښې هغې غاړې واوړي او بیا د خيبر پښتونخوا نورو سیمو ته لاړ شي، خو اوس د اغزن سیم په وجه سره بېل او لرې شوي يو.))
د هغوی په خبره چې په ارندو سیمه کې د دوی د خلکو کروندې او د خپلوۍ اړیکې دي، د ډېرو خلکو نیمه کورنۍ او کروندې دې غاړې او نیمه هغې غاړې ته پاتې دي.
ياد قومي مشر زياته کړه چې میاشت وړاندې يې د تره زوی په حق رسېدلی، که څه هم يوازې څو متره فاصله يې ترمنځ ده، خو اغزن سیم سره بېل کړي، له همدې امله يې د تره زوی جنازې په مراسمو کې ګډون ونه شو کولای.
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشر ملک خان باچا بیا وایي چې که حکومت د پخوا په څېر د ډیورنډ پر فرضي کرښه ټولې ټرانزیټي او فرعې لارې خلاصې کړي، نو د خلکو سوداګریزې اړیکې به لا غښتلې او اقتصاد به يې ښه شي.
نوموړی وایي: ((پخوا چې د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د نواپاس ترانزیتي او نورې فرعې لارې د خلکو پر مخ خلاصې وې، د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو اړيکې هم قوي وې، غم، ښادي او نورې ټولنیزې اړیکې به ښې پالل کېدې.))
د کونړ ناړۍ ولسوالۍ یوه بل اوسیدونکي قومي مشر حاجي شاولي د سلواغې په ۴مه پژواک ته وویل چې پاکستاني نظامیانو د تېر نظام پر مهال د اغزن سیم په غځولو سره د ارندو او دوکلام سیمو کې مېشت واحد قوم چې له پېړيو راهیسې يې د خلکو ترمنځ ګډ ژوند، خپلوي او ژورې اړیکې موجودې وې، سره بېل کړ.
بلخوا حکومتي چارواکي وايي چې دوی به د يادې ستونزې حل پيدا کړي.
په ختیځ کې د لومړۍ سرحدي لوا رییس ارکان قاري محمد حنیف ازاد پژواک ته وویل چې د کونړ په ځینو ولسوالیو کې يې د ځایي قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو په مرسته هڅې پېل کړې چې يو کمېسيون جوړ کړي او له لارې يې له پاکستاني اړخ سره خبرې وکړي او د فرعي لارو خلاصېدو په اړه يوې موافقې ته ورسېږي.
نوموړی وایي: ((موږ هڅه پیل کړې چې د ولسوال او سرحدي ځواکونو د استازو په ګډون د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د قومي مشرانو یوه کمېټه جوړه کړو او د همدې کمېټې په مرسته له پاکستاني اړخ سره خبرې ترسره کړو.))
دی وايي چې د مرکزي حکومت مشران هم په هڅه کې دي چې له ډیپلوماتیکو لارو چارو د ډیورنډ په فرضي کرښه د پاکستاني لوري د اغزن سیم د غځېدو مخنیوی وشي.
د يادونې ده، ډيورنډ فرضي کرښې ټول اوږدوالی کابو ۲۴۰۰ کيلومتره دی چې يوازې د کونړ په سرکاڼو، مرورې، شلتن، خاص کونړ او دانګام ولسوالیو کې يې اندازه شاوخوا ۲۶۰ کيلومتره ده چې په وجه يې واحد ولس سره بېل شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن