Language

د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پرمخ بیا وتړل شوه

پلخمري (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۰): د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې مسوولین وایي، پر سوېلي او شمالي سالنګ د واورې ورښت او تېز باد له امله د هېواد شمالي ولایتونو ته غځېدلې د سالنګ لویه لار تېره شپه د لويو بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.

د دغې لارې د څار او ساتنې رئیس قاضي عبدالله عبید وایي، په سوېلي سالنګ کې اوس هم د واورې ورښت دوام لري او شمالي سالنګ کې تېز باد دی، نو د وضعیت تر ښه کېدو او د مسافر وړونکو موټرو د ګڼې ګوڼې کمېدو تر مهاله به دغه لار د لويو بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې وي.

ده زياته کړه، د سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده، خو موټرچلوونکي باید د موټرو اړین ژمني وسایل له ځانه سره ولري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.