Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د زلزلې له امله دوه کان کیندونکي مړه شوي

فیض اباد (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۰ ): بدخشان کې يوه سيمه ييزه سرچينه وایي چې د دغه ولايت د يفتل پایان ولسوالۍ د سمنجاب سیمې په روینګ کلي کې پرون د زلزلې له امله دوه کان کِندونکي مړه شوي دي.

د پژواک خبري اژانس د یوه خبر له مخې، د افغانستان بدخشان ولايت پرون د ریختر په کچه ۵،۷ درجې زلزلې ولړزاوه.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او وياند معزالدين احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د یادې زلزلې په نتیجه کې د يفتل پایان ولسوالۍ د روینګ کلي په سمنجاب سيمه کې دوه کان کيندونکي چې سره زر یې مینځل، د کان لوېدو له امله مړه شوي دي.

په ورته مهال، د یفتل پایان ولسوالۍ د پراختیايي شورا استازی عتیق الله وايي، د یفتل پایان ولسوالۍ په سمنجاب سیمه کې د ورځې له ۲ تر ۳زره کسان په کولنک او بېلچو کان په وسیله کیندنې کوي او په دغه کان کې تر اوسه له پرمختللو وسایلو کار نه دی اخیستل شوی.

دغه راز هغه زیاته کړه: «دغه دوه کسان هغه مهال مړه شول چې اصلي کان ته د رسېدو لپاره یې له ۷ تر ۸ مترو د ځمکې ژورولو هڅه کوله چې ناڅاپه زلزه کېږي او له امله یې تر خاورو لاندې کېږي او مړه کېږي.»

قربانیان د خلکو له خوا له خاورو را ایستل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.