ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: د طالبانو پر ضد د کوم وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو

امریکا: د طالبانو پر ضد د کوم وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو

author avatar
16 Feb 2022 - 02:33
امریکا: د طالبانو پر ضد د کوم وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو
author avatar
16 Feb 2022 - 02:33

کابل (۲۶ سلواغه ۱۴۰۰) :  افغانستان لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټام ویست وايي چې امریکا د طالبانو پر ضد د کوم وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، ویست دا څرګندونې تیره شپه د امریکا د سولې انستیتیوت کې په یوې انلاین غونډه کې کړې او ویلي چې د واشنګټڼ تګلاره له طالبانو سره کار کول دي‌ ، خو چې د هغوی تګلارې سمې شي.

هغه زیاته کړې : «موږ د طالبانو پر ضد د کومې منظم وسله وال مخالفت ننګه نه کوو او نور قدرتونه هم هڅوو چې دا کار ونه کړي.»

دا مهال په افغانستان کې د طالبانو پر ضد مشخصآ کومه فعال وسل وال مخالفت یا مقاومت نشته،‌ خو د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» د طالبانو پر ضد جګړه اعلان کړې ده.‌ دا ډله وايي چې جنګیالي یې په پنجشیر کې فعال دي، خو طالبان وایي‌ چې هلته هېڅ وسله وال مقاومت نشته.

د امریکا ځانګړي استازي دغه راز ویلي، چې له طالبانو سره یې رېښتینې او ګټورې خبرې هم درلودې، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل. ټام ویسټ د طالبانو په حواله وايي چې د هغوی سرپرسته اداره د داعش پر وړاندې مبارزې کې لاسته راوړنې لري، خو د القاعدې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې یو لړ ستونزې شته.

ملګري ملتونه او یو شمېر امریکایي چارواکي وایي چې په افغانستان کې لا هم بهرني جنګیالي شته چې ښايي په را روانو څو کلونو کې له افغانستان څخه په نورو هېوادونو باندې بریدونو ته ځانونه چمتو کړي، خو طالبان ټېنګار کوي‌ چې هېچا ته به اجازه ورنکړي د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي همدارنګه وویل چې ښايي د هوا په ګرمېدو سره په افغانستان کې د طالبانو پر ضد بریدونه پیل شي.

دی وایي : « اوس دمه ده، او زما اندېښنه دا ده چې د موسم په ګرمېدو سره به د بریدونو شاهدان یو چې لوی احتمالي بریدونه به هم په کې وي. »

په تېرو دوو لسیزو کې د افغان حکومت او د نړیوالو متحدینو په ضد د طالبانو جګړې او بریدونه به هم په ژمي او یخ موسم کې کم یا بیخي‌ ودرېدل. په تېرو څو میاشتو کې په طالبانو او ځینو نورو ځایونو باندې لوی او واړه بریدونه شوي چې سلګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي. د داعش-خراسان ډلې د دغو بریدونو مسئولیت منلی دی.

دامریکا ځانګړي استازي د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه د ولسمشر بایډن اجرايي فرمان ته په اشارې وویل چې له دغه فرمان څخه سم درک نه دی شوی او ځینې برخې یې ناسمې خپرې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په اصل کې دا فرمان «د افغانستان د ۳.۵ میلیادر ډالرو د حفاظت او د افغانستان د خلکو د ګټې لپاره دی. او د ۳.۵ میلیارد نورو ډالرو په اړه به محکمه پرېکړه کوي او لا محکمه پرېکړه نه ده کړې».

Views: 521

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.