ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسیې د اوکراین دوه سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت پېژندلې دي

روسیې د اوکراین دوه سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت پېژندلې دي

author avatar
22 Feb 2022 - 11:31
روسیې د اوکراین دوه سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت پېژندلې دي
author avatar
22 Feb 2022 - 11:31

کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۰): د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د اوکراین په ختیځ کې جلا شوې سیمې دونیڅک او لوهانسک یې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت پېژندلي او د پوتین دغه پرېکړه ځینو هېوادونو غندلې ده.

د راپورنو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د اوکراین په ختیځ کې جلا شوې سیمې دونیڅک او لوهانسک د یوه فرمان په لاسلیک کولو سره د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت پېژندلې دي.

دا دواړه د روسي پلوه بېلتون پالو تر کنټرول لاندې سیمې دي چې په خپل سر یې له اوکراین خپلواکي اعلان کړې.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن په دونیڅک او لوهانسک مالي بندیزونه لګولي او امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د پوتین پرېکړې ته په غبرګون کې په ټویټر کې لیکلي: « دې پرېکړې ته باید چټک او سخت ځواب وویل شي. له خپلو شریکانو سره په همغږۍ به مناسب اقدمات وکړو.»

د جرمني لومړي وزیر اولف شولتز هم په یوه اعلامیه کې ویلي:«دا اقدام به بې ځوابه پاتې نه شي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي چې د روسیې پرېکړه د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا او خودمختارۍ څخه سرغړونې او د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې ده.

فرانسې بیا د پوتین له پرېکړې څخه وروسته د ملګرو ملتونو د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې.

په داسې حال کې چې د فرانسې هېواد ولسمشر ایمانیول مکرون روسیې او اوکراین ته د کړکېچ د حل لپاره تللی و او لا هم د ستونزې د حل لپاره په دیپلوماسۍ ټینګار کوي، خو د دوشنبې په ورځ یې د روسیې د ولسمشر له پرېکړې څخه وروسته د اروپایي ټولنې له خوا په مسکو د بندیزونو لګول وغوښتل.

بریتانیې هم د روسیې دا اقدام غندلی او د اوکراین له خودمختارۍ څخه یې ښکاره سرغړونه بللې او د بندیزونو غوښتنه یې کړې ده.

د دې هېواد لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي: «په اوکراین کې د روسیې د مداخلې یا یرغل په لومړي ګام کې به مضبوط بندیزونه ولګوو.»

په عین وخت کې ناټو بیا ویلي چې روسیه په دې اقدام سره په اوکراین د یرغل لپاره پلمې غواړي.

د دې سازمان مشر ینز سټولټنبرګ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د پوتین پرېکړه د اوکراین خودمختاري او ځمکنۍ بشپړتیا لا کمزورې کوي او د شخړې د حل لپاره د هڅو مخکې خنډونه پیدا کوي.

د راپورنو له مخې، لوېدیځوال اندېښمن دي چې روسیه به اوس د بېلتون پالو تر کنټرول لاندې دې سیمو ته خپل پوځیان واستوي، خو داسې ښکاري چې د لوېدیځوالو دا اندېښنه په حقیقت بدلېدونکې ده، ځکه چې د لوهانسک او دونیڅک د خپلواکۍ منلو په اړه د ولسمشر پوتین په فرمان کې راغلي چې روسيې وسله وال ځواکونه به د سوله ساتنې په موخه له اوکراین په جلا شویو دې دوو سیمو کې ځای پرځای شي.

Views: 99

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.