منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی

بلوچستان کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۰ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، بلوچستان کې د یوه مسافر وړونکي بس چپه کېدو له امله څلور کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه پېښه د پنج‌شنبې په ورځ په جهل مګسي سیمه کې هغه مهال شوې چې یو مسافر وړونکی بس له خاران ښاره د لارکانه پر لور روان و.

د راپور له مخې، چلوونکي د ډېر سرعت له امله د موټر کنټرول له لاسه ورکړی او بس د «اېم-۸» لویې لارې په اوږدو کې د ساونډي او بریجه سیمو ترمنځ یوې درې ته لوېدلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې څلور کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان دي.

ځايي چارواکو ویلي چې د اوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او هغوی د سختو ټپونو له امله د لارکانه ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

پولیسو د دې پېښې اصلي لامل د موټر ډېر سرعت بللی دی