ژبه

عمران خان او پوتین په مسکو کې د افغانستان او سیمې پر مسایلو خبرې کوي

کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۰): ټاکل شوې نن د روسیې ولسمشر او د پاکستان لومړی وزیر په مسکو کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ، د افغانستان په ګډون د سيمې پر مسایلو خبرې وکړي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان تېره ورځ (چهارشنبې) په دوه ورځني سفر مسکو ته تللی؛ دا په ​​تېرو شلو کلونو کې لومړنی پاکستانی لومړی وزیر دی چې روسیې ته سفر کوي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، دواړه مشران پر دوه اړخيزو همکاريو سربېره د افغانستان په ګډون د سيمې پر مسايلو خبرې وکړي.

سرچینې په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د کرملین یوه ویاند د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او عمران خان ​​به د جنوبي اسیا د وضعیت په ګډون د اوسنیو سیمه ییزو موضوعاتو په اړه نظرونه سره شریک کړي.

له عمران خان سره په دغه سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو، اطلاعاتو او پلان وزیران او همدا راز د سوداګرۍ او ملي امنیت سلاکار هم ملګري دي.

ورته موضوع