کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۰): ټاکل شوې نن د روسیې ولسمشر او د پاکستان لومړی وزیر په مسکو کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ، د افغانستان په ګډون د سيمې پر مسایلو خبرې وکړي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان تېره ورځ (چهارشنبې) په دوه ورځني سفر مسکو ته تللی؛ دا په تېرو شلو کلونو کې لومړنی پاکستانی لومړی وزیر دی چې روسیې ته سفر کوي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، دواړه مشران پر دوه اړخيزو همکاريو سربېره د افغانستان په ګډون د سيمې پر مسايلو خبرې وکړي.

سرچینې په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د کرملین یوه ویاند د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او عمران خان به د جنوبي اسیا د وضعیت په ګډون د اوسنیو سیمه ییزو موضوعاتو په اړه نظرونه سره شریک کړي.

له عمران خان سره په دغه سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو، اطلاعاتو او پلان وزیران او همدا راز د سوداګرۍ او ملي امنیت سلاکار هم ملګري دي.