Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې له زرګونو بزګرانو سره د اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې مرسته وشوه

اسعداباد (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۰): د کونړ د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولین وايي چې له نږدې لس زرو بزګرانو او مالدارانو سره يې د غنمو اصلاح شوي تختم، کيمياوي سرې او حيواني خوړو مرسته کړې ده.

دغه مرسته د اسمار، غازي اباد، وټه پور، چپې درې، نرنګ، سرکاڼو، خاص کونړ او څوکۍ ولسواليو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې له خوا شوې ده.

د کونړ کرنې او مالدارۍ رییس ملا عزت الله هدایت پژواک ته وويل چې د اتو ولسواليو له څلور زره برګرانو سره د اصلاح شوي تخم او کيماوي سرې مرسته شوې ده.

دغه زياته کړه: "هر کروندګر ته د غنمو پنځوس کيلو اصلاح شوی تخم او په همدې اندازه کيمياوي سره ورکړل شول."

نوموړي دغه راز وويل چې د افغانستان د کليو بیارغونې موسسې په همکارۍ له ۵۷۰۰ مالدارانو سره د حيواناتو د خوراکي توکو د وېش بهير هم پيل شوی.

د کونړ اسمار ولسوالۍ د شال کلي اوسېدونکی عادل وايي چې تېر کال یې کروندو د وچکالۍ او حکومتي ادارو د نه پاملرنې له امله د پام وړ حاصل نه و ورکړی.

نوموړی وایي، سږ یې خپلو کروندو ته هیلې ډېرې دي چې په وینا یې د غنمو اصلاح شوی تخم به ښه حاصل ورکړي.

د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی ذاکر بیا وایي: "پخوا به مو په خپلو کروند کې محلي تخمونه کرل چې ډېر ځلې به یې حاصل نه ورکاوه، زحمت مو ډېر ایسته خو د حاصل پر وخت به غله دانه کمه په لاس راتله."

نوموړی د کرنې او مالدارۍ له ریاسته غواړي چې د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه ورسره د تخنیکي اړینو وسایلو او اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې مرستې لا ډېرې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.