ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د اته میلیون افغانيو په لګښت د استنادي دیوال جوړېدو چارې پيل شوې

کونړ کې د اته میلیون افغانيو په لګښت د استنادي دیوال جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
1 Mar 2022 - 16:57
کونړ کې د اته میلیون افغانيو په لګښت د استنادي دیوال جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
1 Mar 2022 - 16:57

اسعداباد (پژواک،۱۰کب ۱۴۰۰): د کونړ ولايت د ټولګټو رياست مسوولان وايي چې د ناړۍ او کامدېش ولسواليو ترمنځ د عمومي سړک د ژغورنې په موخه يې د اته ميليون افغانيو په ارزښت د استنادي دیوال جوړېدو چارې پيل کړې.

د دغه ولايت د ټولګټو چارو رییس قدرت الله معاذ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه استنادي دیوال د ناړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۷۰ متره په اوږدوالي سره جوړېږي.

دی وايي چې د کامدېش- ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لار ډېر ځله د سيند اوبو د ډېروالي له امله له جدي ګواښ سره مخ وي او هيله ده چې د نوي استنادي دیوال په جوړېدو سره به له خطره وژغورل شي.

معاذ زياته کړه چې ياده پروژه د اته ميليون او ۴۴۹ زره افغانيو په لګښت د ټولګټو چارو وزارت له انکشافي بودجې څخه جوړېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.