منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۵ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کونړ کې د اته میلیون افغانيو په لګښت د استنادي دیوال جوړېدو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۶ کتنې

اسعداباد (پژواک،۱۰کب ۱۴۰۰): د کونړ ولايت د ټولګټو رياست مسوولان وايي چې د ناړۍ او کامدېش ولسواليو ترمنځ د عمومي سړک د ژغورنې په موخه يې د اته ميليون افغانيو په ارزښت د استنادي دیوال جوړېدو چارې پيل کړې.

د دغه ولايت د ټولګټو چارو رییس قدرت الله معاذ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه استنادي دیوال د ناړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۷۰ متره په اوږدوالي سره جوړېږي.

دی وايي چې د کامدېش- ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لار ډېر ځله د سيند اوبو د ډېروالي له امله له جدي ګواښ سره مخ وي او هيله ده چې د نوي استنادي دیوال په جوړېدو سره به له خطره وژغورل شي.

معاذ زياته کړه چې ياده پروژه د اته ميليون او ۴۴۹ زره افغانيو په لګښت د ټولګټو چارو وزارت له انکشافي بودجې څخه جوړېږي.

دی زیاتوي چې په ياده پروژه کې به یو شمېر ځايي خلکو ته د کار زمينه هم برابره شي او د یوې میاشتې په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د موسمي ورښتونو، سیلابونو او سیند اوبو د ډېروالي پرمهال به د کامدېش او ناړۍ ترمنځ غځېدلی سړک وخت ناوخته تخریبېده او د خلکو تګ راتګ به سخت و.

د ناړۍ ولسوالۍ اړند د ښونانو کڅ اوسېدونکي ملک شېرزمین پژواک ته وویل چې د دغه سړک د خرابېدو د مخنیوي په موخه به له نوي جوړېدونکي استنادي دیوال سره د سړک د تخريب مخه ونيول شي.

د دغې ولسوالۍ د بریکوټ اوسېدونکی قومي مشر ګل حسن بیا له حکومته غواړي چې د خلکو اړتیاوو ته په کتو دې د رغونې چارې ګړندۍ کړي.

نوموړي زياته کړه چې د کونړ سيند اوبه مهار ته اړتيا لري، تر څو د احتمالي زيانونو مخه ونيول شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه