<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۰): د کابل امنیه قومانداني وایي چې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په ساحه کې یې د شرابو یوه کارخانه کشف کړې او سلګونه بوتله الکولي مشروبات نیولي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د یادو څرګندونو ترڅنګ وایي چې د دې قضیې په تړاو، ۳ تورن کسان نیول شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د پنځمې امنیتي حوزې آمر سید نصیراحمد ملاآغا په یوه خپره شوې وېډیو کې وایي چې دغه کارخانه د دوی د استخباراتي کسانو له خوا کشف شوې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">دی وایي چې د دغې حوزې ټول امنیتي پرسونل په خپلو اړوندو کارونو بوخت دي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دوی امنیت به ساتي.</p>