ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هاشمي: هڅه کوو په بغلان کې تړل شوو رسنیو ته بېرته د فعالیت زمینه برابره کړو

هاشمي: هڅه کوو په بغلان کې تړل شوو رسنیو ته بېرته د فعالیت زمینه برابره کړو

author avatar
6 Mar 2022 - 11:15
هاشمي: هڅه کوو په بغلان کې تړل شوو رسنیو ته بېرته د فعالیت زمینه برابره کړو
author avatar
6 Mar 2022 - 11:15

پلخمري (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۰): د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې د دغه ولایت د سیمه ییزو رسنیو او خبریالانو ستونزې چې له امله یې یو شمېر رسنۍ تړل شوې، د هوارولو هڅې پیل کړې دي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي مصطفی هاشمي دغه څرګندونې په مرکز پلخمري کې د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په ځانګړې ناسته کې وکړې.

هغه وویل چې د پخواني نظام له ړنګېدو وروسته هغو رسنیو خپل فعاليتونه درولي چې د ځینو کړیو له خوا يې مالي ملاتړ کېده.

دى زياتوي: ((د نوي حکومت له خوا يوه رسنۍ هم نه ده تړل شوې او نه هم کومې رسنۍ ته د تړلو امر شوى، بلکې د ټولو سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو سره مو څو ځلې کتلي او د خپرونو د بیا پیلولو غوښتنه مو ترې کړې ده.))

هاشمي وايي چې په دغه ولايت کې د تړل شوو سيمه ييزو رسنيو د بېرته فعالولو  لپاره جدي هڅې پيل شوې خو رسنۍ بايد هغه څه خپاره نه کړي چې له افغاني ټولنې سره په ټکر کې وي.

ده ټينګار وکړ چې ټول خبريالان دې د مستعارو نومونو پر ځاى په خپلو نومونو فعاليت وکړي؛ ځکه د حکومت له لوري هيچا ته ګواښ نشته.

په ورته وخت کې د بغلان د سیمه ییزو رسنیو مسوولین د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس د نوې ژمنې هرکلی کړی دی.

په بغلان کې د اديب راډيو مسوول حامد شېرزي پژواک ته وويل چې د راډيو فعاليت يې د کوم ګواښ نه، بلکې د دفتر د کرايي او برېښنا لګښت نه پوره کېدو له امله درولی دى.

ده زياته کړه: ((که د برېښنا مشکل مو حل شي، ډېر ژر به بېرته فعاليت پيل کړو.))

بل لور ته په بغلان کې د سلام وطندار راډيو خبريال عبدالوحيد وحدت بيا پر حکومتي مسوولينو نيوکه وکړه چې پر وخت رسنيو ته معلومات نه ورکوي.

دى وايي: ((ډېر څه شته دي چې بايد د اصلاح لپاره خپاره شي، خو مسوولين معلومات نه ورکوي چې بيا موضوع له نشر څخه پاتې کېږي.))

د يادونې ده، په بغلان کې د پخواني نظام پر مهال لسو خصوصي راډيوګانو، دوو ټلوېزيونونو او درې چاپي رسنيو فعاليت درلود، خو اوس يواځې درې خصوصي راډيوګانې فعالې دي.

Views: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.