Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سعودي عربستان په یوه ورځ ۸۱ کسان اعدام کړل

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰) : د سعودي عربستان  حکومت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱ کسان چې په ترهګرۍ او نورو تورونو تورن وو،  اعدام کړي دي.

د سعودي دولتي اژانس (واس) خبر ورکړی چې په دې کسانو کې ۷ یې د یمن اوسیدونکي او یو  یې د سوریې تبع و. دا په داسې حال کې چې سعودي عربستان ټول تیر کال ۶۷ او په ۲۰۲۰ کال کې یوازې ۲۷ کسان اعدام کړي وو.

دولتي اژانس  د کورنیو چارو  وزارت د اعلامیې په حوالې ویلي چې اعدام شویو کسانو "بې ګناه سړي، میرمنې او ماشومان وژلي وو".

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې دې کسانو د داعش ډلې، القاعده او د یمن حوثیانو سره اړیکې درلودې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې کسانو دا تور هم و چې د بهرنیو ترهګرو شبکو غړیتوب یې درلود او یا د جګړو سیمو ته تللي وو چېرته چې د ترهګریزو سازمانونو سره یو ځای شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په اعدام شویو کسانو کې ۳۷ یې د سعودي عربستان اتباع و او پردې تور مجرم وبلل شول چې د امنیتي افسرانو د ترور،  د پولیسو پر مرکزونو او موټرو د برید کولو هڅې یې کړې وې.

د سعودي عربستان د بشري حقونو سابقه د پخوا راهیسې د غربي هیوادونو او بشری حقونو د ډلو لخوا تر څارنې لاندې ده او په ځانګړې توګه وروسته تر هغه دې موضوع ته ډیر پام وشو چې په ۲۰۱۸ کال کې د واشنګټن پوسټ خبریال جمال خاشقچي په ترکیې کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

خو سعودي عربستان د بشري حقونو تورونه او سرغړوانې ردوي او ټینګار کوي چې خپل ملي امنیت د هیواد د قوانینو له مخې خوندي ساتي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.