ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي :‌نړۍ دې ناکامه تجربې پر افغانانو نه تپي، زموږ حکومت سره دې تعامل وکړي

متقي :‌نړۍ دې ناکامه تجربې پر افغانانو نه تپي، زموږ حکومت سره دې تعامل وکړي

author avatar
13 Mar 2022 - 00:19
متقي :‌نړۍ دې ناکامه تجربې پر افغانانو نه تپي، زموږ حکومت سره دې تعامل وکړي
author avatar
13 Mar 2022 - 00:19

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰) : د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي، چې ديپلوماسي باید جګړو ته د مشروعیت ورکولو په موخه نه، بلکې د جګړو د مخنیوي په هدف وي.

د ترکیې د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم ګډونوال د لوړې کچې دې درې ورځنۍ ناسته کې د پالیسۍ، دیپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه لیدلوري شریکوي. دا غونډه چې پرون پیل شوې ده، ورته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۲۰۰۰ استازي، سیاستوال، ډیپلوماتان او پالیسي جوړوونکي وربلل شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي یادې ناستط ته وویل ": موږ پر امریکا او ناټو بریدونه نه دي کړې. موږ د خپل هېواد د ازادۍ مبارزه کړې، چې دا خپله یوه مشروع مبارزه وه. نوموړی زیاتوي چې که نړیوال په افغانستان کې امنیت غواړي، په ښه ډول تامین دی."

هغه زیاته کړه کړه، له څلوېښت کلنې ناامنۍ وروسته په افغانستان کې امنیت تامین دی. فساد ختم او له منځه تللی. خلک یې په ښارونو کې په پوره امن او ارامۍ خپل کارونه او تګ راتګ کوي او په افغانستان کې د داعش فعالیتونه په پوره ډول له منځه تللي دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکیې انتالیا په غونډه کې ویلي، د نړۍ له هېوادونو غواړي چې له سیاسي پلوه د باثباته او له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا افغانستان په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي او د افغانستان مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ ازادولو او پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو په لرې کولو کې مرسته وکړي.
متقي وویل ": موږ په دې باور یو چې ديپلوماسي باید جګړو ته د مشروعیت ورکولو په موخه نه، بلکې د جګړو د مخنیوي په هدف وي او یوازې د لویو قدرتونو د ګټو او ایډیالوژیو د ترویج وسیله نه، بلکې نظامي ځواک ته له پام پرته د هېوادونو د خپلواکۍ، هویت او مشروع ګټو د ساتنې وسیله وي."

طالبانو اوسنی حکومت ټولشموله دی او ادعا یې وکړه چې په ټول هېواد کې هېڅ سیاسي بندي نشته، او نه هم ښځې زنداني شوې دي.

خو همدا تېره اوونۍ د پخواني ولسمشر حامد کرزي له قوله داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې دی (کرزی) او پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپلو کورونو کې نظر بند دي او بهر ته د سفر اجازه نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.