ژبه

ننګرهار کې معلولين د بشري مرستو په وېش کې له بې عدالتۍ شکایت کوي

جلال اباد (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو يو شمېر معلولین په دغه ولایت کې د مرستندویه ادارو له لوري د بشري مرستو پر ناانډوله وېش نیوکې کوي.

دوی وايي، سره له دې چې دوی تر نورو ډېرې مرستې ته اړ دي او ژوند يې له ستونزو سره مخ دی خو تر اوسه اړينې مرستې نه دي ترلاسه کړې.

د يادو کسانو له ډلې د کامې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي معلول شېرولي وويل، کومې بشري مرستې چې په دغه ولایت کې د خوراک نړیوال سازمان، خیریه بنسټونو او نړیوالو موسسو له لوري وېشل کېږي، د وېش په برخه کې یې معلولین له پامه غورځول شوي دي.

نوموړی وایي، یادې بشري مرستې په ناعادلانه توګه او د شخصي اړیکو پر بنسټ پر هغه چا وېشل کېږي چې مستحق یې نه وي.

دغه راز يو بل معلول نورګل د معلولینو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته يې کړه چې معلولينو ته يې حقونه په بشپړ ډول نه دي ورکړل شوي.

نوموړی له حکومته غوښتنه وکړه چې د ټولو معلولینو حقونو ته دې بې له کوم توپیره پاملرنه وکړي او د کار زمینه دې ورته برابره کړي.

په همدې حال کې په ننګرهار کې د معلولینو ټولنې مشر مسعود ساپی هم د بشري مرستو وېش ناانډوله بولي او له اړوند ادارو غوښتنه کوي چې د یادو مرستو د وېش په برخه کې دې معلولین له پامه نه غورځوي.

نوموړي پژواک ته وویل، د معلولینو یادې ستونزې یې له حکومتي ادارو، خیریه بنسټونو او نړیوالو مرستندویه موسسو سره شریکې کړې او تمه لري چې ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکي وايي چې د معلولينو ستونزو د حل لپاره يې پر يوه پلان کار روان کړی دی.

د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي فريد الله وايي چې د ټولو معلولينو حقونو لپاره پر يوې نوې طرحې کار روان کړى دی.

د یادونې ده، تر دې دمه د ننګرهار ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو له ریاست سره د ۵۰۰۰ په شاوخوا کې هغه معلولین ثبت دي چې په تېرو جګړو کې يې د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي دي.