پل علم (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): د لوګر سرې مياشتې رياست مسوولین وايي، نن يې د ترکيې هېواد له خوا شوې مرسته پر ۵۰۰ بېوزلو کورنيو ووېشله.

د دغه ولايت سرې مياشتې رييس مولوي نصرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې د ياد ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې ووېشل شوې.

ده وويل چې د مستحقو کورنيو د انتخاب لپاره مخکې په شفاف ډول سروې ترسره شوې وه.

نصرت زياته کړه چې ياده مرسته د ترکيې هېواد له خوا شوې چې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کيلو اوړه، شپږ لېتره غوړي، يو من بوره، نيم من وريجې، يوه اندازه دال او شين چای او يوه بسته البسه شامل دي.

سرچينې ونه ويل چې په البسه کې کوم مواد شامل دي.

د محمداغې ولسوالۍ د دهنو کلي اوسېدونکي عبدالجبار چې دغه مرسته يې ترلاسه کړې، پژواک ته وويل چې اقتصادي وضعيت يې خراب دی او دغه مرسته به د دوی ستونزې تر يوې اندازې راکمې کړي.

هغه زیاته کړه: "قيمتي او بېوزلي ډېره ده، خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، نو له اسلامي امارت څخه غواړم چې د اړمنو او شهيدانو له کورنيو سره مرستو ته دوام ورکړي."

د يادې ولسوالۍ د کتب خېلو سیمې یوه اوسېدونکي عبدالله هم پژواک ته وويل: "زه د يوې غريبې کورنۍ سرپرست يم چې په کور کې خواړه او نغدې پيسې نه لرم او ډېر خوشاله يم چې نن مې مرسته ترلاسه کړه."

هغه وايي: "له يوې خوا کار نشته او له بلې خوا د خوراکي توکو بيې ډېرې لوړې شوې، له حکومت او خيريه موسساتو غواړم چې مرستو ته دې دوام ورکړي."

د يادونې ده، له دې مخکې هم د لوګر په ټولو ولسواليو کې څو ځله د سرې میاشتې په ګډون، يونيسف، آی آر سي او نورو مرستندویه ادارو له لورې له اړو کورنيو سره د نغدو پيسو، البسې او خوراکي توکو مرسته شوې.