ژبه

د عدلیې وزارت: د شرطې قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

سهراب سروری

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۱

Views: ۱۳

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي چې د شرطې قانون د اسلامي امارت د مشر له لوري له توشېح وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د عدلیې وزارت نن (شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د شرطې یا پولیسو قانون له توشېح وروسته د رسمي جریدې په ۱۴۹۶مه ګڼه کې خپور شوی چې یوه مقدمه، دوه بابونه، پنځه فصلونه او ۵۳ مادې لري او د کورنیو چارو وزارت یې د تطبیق مرجع ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه قانون کې د امنیت ټینګښت، د پولو امنیت، عبور او مرور، بندیانو، لرغونو اثارو او ځنګلونو، د ماشومانو د تأدیب، د اورلګېدنې د مخنیوي، د نشه‌يي توکو د مخنیوي، د انسان‌تښتونې او قاچاق د مخنیوي او نورو اړوندو برخو کې د پولیسو دندې مشخصې شوې دي.

دغه وزارت ویلي چې په قانون کې د پولیسو له لوري د اشخاصو د هویت تثبیت، جلب او احضار، د مجرم نیول، د مظنون تر څارنې لاندې راوستل، تلاشي او د پولیسو ځیني نور اقدامات هم بیان شوي او په بېلابېلو برخو کې د وسایلو د کارولو صلاحیتونه یې هم مشخص شوي دي.