کابل (پژواک،۲۹ کب ۱۴۰۰): مرکزي بانک اعلان وکړ چې ۳۲ میلیوني ډالري نوره مرسته هم افغانستان ته راورسېده.
د افغانستان مرکزي بانک نن د کب په ۲۹مه په یوه ټوېټ کې لیکلي چې یادې پیسې کابل ته په نغدي ډول رارسېدلي او د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته تسلیم شوي دي.
د یادونې ده، دا د مرستو نولسمه بسته ده چې افغانستان ته استول کیږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن