کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۱): د ترکیې د بشردوستانه مرستو څلورمه جوپه تېره ورځ د «د مهربانۍ کاروان» تر عنوان لاندې له انقرې افغانستان ته واستول شوه.
د «افاد» په نوم د ترکيې یوه خیریه بنسټ په یوه ټوېټ کې افغانستان ته د یادو مرستو استولو خبر ورکړی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو مرستیال وزیر اسماعیل چاتاکلي ویلي، په دې مرستو کې ۱۴۷۸ ټنه بېلابېل توکي شامل دي.
افاد بنسټ په خپل ټويټ کې زیاته کړې چې پر کالیو، درملو او خوراکي توکو بار یاد کاروان د ترکیې ۲۵ نادولتي ادارو چمتو کړی او د ترکیې «د بېړنیو پېښو د تنظیم اداره» یې د همغږۍ مسوولیت لري.
له دې مخکې ترکیې د مرستو درې نورې جوپې هم افغانستان ته لېږلې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن