کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ۱۴۰۱): دسرپرست حکومت ویاند د مزار شریف او کندوز ولایتونو چاودنې غندلي او ډاډ یې ورکړی چې ډير ژر به د دغو جنایتونو عاملین پيدا او سخت مجازات کړل شي.
نن د کابل ، کندوز، بلخ او ننګرهار ولایتونو په څلورو بیلا بیلو چاودنو کې لسګونو ملکي وګړو او امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، تر خونړۍ چاودنه د مزار شریف په یوه جومات کې شوې ده، چې ګڼ شمیر لمونځ کوونکي پکې مړه او ټپیان شوي دي.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد دا چاودنې په کلکه غندلي دي.
هغه په ټویټر کې لیکلي، دغه جنایات د هغو کړیو کار دی چې په افغاني ټولنې پورې هيڅ تړاو نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP