ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک راپور له خپرېدو وروسته پر خوارځواکۍ اخته پنځو ماشومانو له پلار سره مرسته وشوه

د پژواک راپور له خپرېدو وروسته پر خوارځواکۍ اخته پنځو ماشومانو له پلار سره مرسته وشوه

author avatar
26 Apr 2022 - 17:43
د پژواک راپور له خپرېدو وروسته پر خوارځواکۍ اخته پنځو ماشومانو له پلار سره مرسته وشوه
author avatar
26 Apr 2022 - 17:43

[restrict paid=”true”]

لښکرګاه (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۱): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې پر خوارځواکۍ اخته  د پنځو ماشومانو له پلار سره له هغه وروسته مالي مرسته وشوه چې پژواک خبري اژانس یې په اړه راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي وو چې د یادې شوې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي ملا محمد ظاهر- چې په یوه جومات کې امام هم دی- ۵ اولادونه یې پر خوارځواکۍ اخته شوي او د ساتلو توان یې نه لري.

د راپور له خپرېدو وروسته د هلمند د والي په ګډون ګڼو کسانو له هغه سره مالي مرستې کړې دي.

ملا محمد ظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، له کلونو راهیسې د ناوې ولسوالۍ په خرابي سیمه کې د یوه جومات امام دی چې د غربت او بېوزلۍ له امله یې ۵ اولادونه پر خوارځواکۍ اخته دي.

هغه زیاته کړه، دوه کاله مخکې مې درې اولادونه په روغتون کې له وخته مخکې وزېږېدل؛ لس میاشتې وروسته مې دوه نور غبرګ ماشومان هم وزېږېدل چې د کافي خوړو نه رسېدو له امله پر خوارځواکۍ اخته شول.

د ده په خبره، په دې وروستیو ورځو کې د هلمند د والي په ګډون ځینو کسانو نغدې مرستې ورسره کړې دي.

دغه راز هغه یادونه وکړه چې د ډاکټر بکتاش په نوم یوه هالنډ مېشتي افغان ورسره د ۱۰ زره افغانیو مرسته کړې او ژمنه یې ورسره کړې چې د ۵ خوارځواکو ماشومانو د تغذیې لپاره به یې هره میاشت همدومره اندازه مرسته کوي.

ده له هغو کسانو مننه وکړه چې د ده له کورنۍ سره مرستې ته راوړاندې شوي او له نورو شتمنو هېوادوالو یې هم وغوښتل چې د ده د کورنۍ په ګډون د هغو بېوزلو کورنیو لاسنیوی وکړي چې په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

د یادونې ده، نوموړی د ۱۲ اولادونو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري چې ۵ یې پر خوارځواکۍ اخته دي.

[/restrict]

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.