[restrict paid="true"]
میدان ښار (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۱): د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د بیجینګ – ننګرهار ساختماني موادو له تولیدي شرکت سره د پیروزي هستوګنیز ښارګوټي په ختیځه برخه کې د صنعتي سيمې سپارلو تړون لاسلیک کړ.
د راپورونو له مخې، دغه شرکت به یاده سيمه کې ۱۵۰ کوچنۍ او متوسطې فابریکې جوړوي چې له مخې به يې ۱۳۶۰۰ کسانو ته په مستقيمه او ۳۰۰۰۰ کسانو ته په غير مستقيمه توګه د کار زمينه برابره شي.
د رییسالوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د کابل ښار په ده سبز والسوالۍ کې په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت په پام کې لري چې په بېلابېلو برخو کې اقتصادي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپاري، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
هغه په خپلو خبرو کې د افغانستان پر ځان بسیاینې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې بهرنۍ مرستې بېمطلبه نه ورکول کېږي.
ده همد راز وویل چې حکومت د برېښنا په ګډون د کارخونو ستونزې حل کړي او د څو کارخونو د بیا فعالېدو زمینه یې برابره کړې ده.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن