[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وايي، نن د نړیوالې ټولنې له خوا مرسته شوي ۳۲ میلیونه نور امریکایي ډالر هېواد ته راورسېدل.
د افغانستان مرکزي بانک د جزئیاتو له ورکولو پرته پر خپل ټويټر ليکلي چې دغه نغدي مرسته په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
سرچينه زياتوي، د افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتلو هرکلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ تمه لري چې په نورو مالي او بانکي برخو کې هم له دغه بانک سره غوره بانکي اړیکې وپالي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د تېرې زمري میاشتې له تحول راهیسې د نړیوالې ټولنې د دې ډول مرستو کچه څه باندې ۷۹۲ ميلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.
[/restrict]
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن