فیض اباد (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱) د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ د سرو زرو کان کې د غره د ښویېدنې له امله څلور تنه مړه شوي دي.
ددې ولایت داطلاعاتو او فرهنګ رییس معز الدین احمدي د غویي په ۲۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه پرون ددې ولایت د یاوان ولسوالۍ د شولر پایان په سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د امو دریا ترځنګ په یاده سیمه کې یو شمیر کسانو د سرو زرو کان کې کار کولو چې ناڅاپه غره پرې ښویدلې چې له امله یې څلور تنه مړه شوي دي.
د سیمې اوسیدونکو ویلي چې دوی په یوه کان کې پر کیندنو بوخت وو، چې غره پرې ښويېدلې.
Views: 135
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن