کابل (پژواک، ٦ غبرګولى ١٤٠١): د بهرنيو چارو وزارت له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د غړو هېوادونو د پرېکړې هرکلى کړى خو ټينګار کوي چې نړۍوال دې د افغانانو ديني او کلتوري ارزښتونو ته درناوى ولري.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د غبرګولي په شپږمه د بهرنيو چارو وزارت له لوري رسنيو ته استول شوې ده.
د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان د بانکدارۍ او مالي سیسټم بیارغول او له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو د پرېکړې هرکلی کوي.
په اعلاميه کې د امريکا پر متحدو ايالتونو يو وار بيا غږ شوى چې د افغانستان کنګل شوې شتمني پرته له کوم قيد او شرطه ازاده او هر ډول اقتصادي محدوديتونو لري کړي.
د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د افغان ښځو حقونو په اړه د امنيت شورا په اعلاميه کې ذکر شوې اندېښنې له واقعيته لرې بللې او د افغانانو د منل شوو دیني او کلتوري لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د بشپړو حقونو د تأمین په برخه کې یې پر خپلې ژمنې یو ځل بیا ټینګار کړى دى.
په خبرپانه کې زياته شوې، څرنګه چې د افغانستان خلک اکثریت مسلمانان دي، د افغانستان حکومت د اسلامي حجاب رعایت د ټولنې له دیني او کلتوري ارزښتونو او د اکثرو افغان مېرمنو له ارمانونو سره سم ګڼي او ټینګار کوي چې پر افغان ولس د اسلامي ټولنې له مذهبي او کلتوري عقیدې سره په مخالفت کې هيڅ هم نه دي تحمیل شوي.
سرچينه وايي چې اسلامي امارت د خلکو دیني ازادي ته درناوی او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري، په ورته وخت کې د نړۍ له هېوادونو هيله لري چې د افغاني ټولنې له عيني واقعیتونو په سم درک سره د افغانانو دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري د خلکو او په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د نقض په اړه اندېښنه ښودلې وه.
Views: 100
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن