کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې پرونی برید غندلی او ویلي یې دي چې پر جوماتونو او سپېڅلو ځایونو بریدونه هيڅ ډول توجیه نه لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (۲۹ وږی) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې پر یوه جومات پرونی برید غندي.
هغه زیاته کړې چې پر سپېڅلو ځایونو او لمونځکوونکو برید د توجیه وړ نه دی او باید په دې اړه لازم اقدامات ترسره شي.
د یادونې ده، دغه پېښه پرون (جمعه) د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د جمعې د لمانځه پر مهال د پولیسو یوه مرکز ته نږدې جومات سره وشو. د پولیسو او ژغورنې ادارې مسوولینو ویلي چې ډېری ټپیان لمونځکوونکي دي او د سیمې روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه هيڅ ډلې د دغه برید مسوولیت په رسمي ډول نه دی منلی.