ژبه

د کونړ چیراګل درې ته د سړک جوړېدو خوشحالۍ کې خلکو پر ورغلو موټرو ګلونه وشیندل

اسعد اباد (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ چيراګل درې ته د لومړي ځل لپاره خام سړک ورجوړ شو او خلکو یې په خوشحالۍ کې پر ورغلو موټرو ګلونه وشیندل او ډزې یې وکړې.

دغه سړک - چې نږدې ۱۲ کیلومتره اوږدوالی لري او د ملي دفاع وزارت له خوا جوړ شوی - یاده دره د ناړۍ ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي.

د ناړۍ ولسوال مولوي محمد ظاهر پژواک ته وویل، د چیراګل درې د سړک جوړولو چارې د نږدې دوو میاشتو په موده کې بشپړې شوې.

هغه وویل: «د د فاع وزارت په مالي همکارۍ د چیراګل درې ته د سړک جوړېدو پر مهال د سیمې نږدې ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.»

هغه زیاته کړه چې یاد سړک نه یوازې د خلکو لپاره د تګ راتګ اسانتياوې برابرې کړې، بلکې د امنیتي ځواکونو پوستو ته هم اکمالات ورباندې کېږي.

د یادې درې یوه اوسېدونکي عبدالواحد وويل چې کلیوال يې د سړک جوړېدو له امله دومره خوښ شول چې د موټرو ورتګ يې پر ګلانو او ډزو بدرګه کړ.

د چیراګل درې یوه قومي مشر فاروق هم د دوی سيمې ته د سړک پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

ده وویل چې پخوا به خلکو خپل ناروغان پر څارويو تر روغتونه رسول، خو اوس دفاع وزارت د دوی سيمې ته سړک جوړ کړ او د خلکو ستونزې تر ډېره ورسره حل شوې.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې دغه سړک دې پوخ کړي، څو ورښتونه او سېلابونه یې بېرته خراب نه کړي.

د يادونې ده، ناړۍ د ډیورنډ له فرضي کرښې سره ګډه پوله لري او خلک يې تر ډېره مالدار دي.