کابل (پژواک، ١٩ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن درېیمه لوبه کوي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت د ورځې ۱۱ بجې او ۴۵ دقیقې پیلېږي.
دغه راز افغانستان زمبابوې ته په تېرو دوو یو ورځنۍ لوبو کې ماتې ورکړې او نن د دواړو هېوادونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ درېیمه لوبه ترسره کيږي.
نړیوالې یوه ورځنۍ سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو برخه ده چې د ۲۰۲۳ میلادي کال نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه ترسره کېږي.
د یادونې ده، افغانستان تر دا مهاله په سوپر لیګ سیالیو کې ۱۱ لوبې کړي چې له ډلې یې نهه ګټلې دي.
افغان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د سوپرلیګ سیالیو په جدول کې د بنګلهدېش او انګلیستان له لوبډلو وروسته درېیم ځای لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن