ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ۵زره کسانو ته د غنمو په بدل کې د کار زمینه برابره شوې ده

غزني کې ۵زره کسانو ته د غنمو په بدل کې د کار زمینه برابره شوې ده

غزني (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې ۵زره کسان د غنمو په بدل کې په کار ګومارل شوي چې د ویالو په پاکولو او کلیوالي سړکونو په جوړولو بوخت دي.

د دغه ولایت د والي ویاند حافظ عمر پژواک خبري اژانس ته وویل، ګومارل شوي هر کارګر ته د کار په بدل کې د ورځې ۱۰ کیلو ګرامه غنم ورکول کېږي.

هغه زیاتوي، غزني ته د مرکز له خوا زرګونه ټنه غنم ورکړل شوي چې له مخې یې اوسمهال په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۵زره کسان په کار ګومارل شوي، خو دا لړۍ به د دغه ولایت ټولو ۱۸ ولسوالیو ته وغځول شي.

د غزني کارګر خوښ دي چې په کار ګومارل شوي او په بدل کې یې غنم ورکول کېږي.

د اسدالله په نوم یوه کارګر پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوونۍ شپږ ورځې کار کوي او هره ورځ لس کیلو ګرامه غنم ورکول کېږي چې د بې روزګاره کسانو لپاره ښه فرصت دی.

هغه زیاته کړه: «موږ ویالې او کانالونه پاکوو، څو کښتونو ته په سم ډول اوبه ورسېږي، کلیو ته پر غځېدلو لارو شګې اچوو او هواروو یې څو خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.»

نوموړي که څه هم دا کار غنیمت وګاڼه، خو غوښتنه یې وکړه چې دغه لنډمهاله کار یې اقتصادي ستونزې نه شي حلولای، حکومت او مرستندویه ادارې دې دوی ته د اوږد مهال لپاره د کار زمینه برابره کړي.

د غزني قومي مشران هم د دغه کار هرکلی کوي او وايي، له یوه پلوه په زرګونو بې روزګاره ځوانان په کار بوخت شوي او له بلې خوا د ویالو په پاکولو او لارو په جوړولو خلکو ته اسانتیاوې برابرېږي.

د غزني ښار یوه قومي مشر حضرت بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې خلک د لارو د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ وو، ناروغان پر وخت روغتون ته نه رسېدل چې اوس به دا ستونزه حل شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د ویالو او کانالونو د ډکېدو له امله کښتونو او باغونو ته په سمه توګه اوبه نه رسېدلې او ډېره برخه یې ضایع کېدلې چې د خلکو دا ستونزه به هم حل شي.

نوموړی غوښتنه کوي چې د غنمو په بدل کې د کار دا لړۍ دې ټولو ولسوالیو ته وغځول شي.

Views: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.