[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د پژواک خبریالان وایي چې په کابل او شاوخوا ولایتونو کې سخته زلزله وشوه.
دا زلزله نن شپه شاوخوا یوه نیمه بجه په داسې حال کې وشوه چې خلک په خواږه خوب ویده وو.
د کابل ترڅنګ په غزني، میدان وردګ، لوګر، خوست، پکتیکا، پکتیا، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې هم زلزله شوې ده.
د امریکا د زلزلې سنجونې ادارې (یو اېس جي اېس) د معلوماتو له مخې، زلزله د ریختر په کچه ۶،۱ درجې وه او مرکز یې د افغانستان سوېل ختیځ ولایت خوست څخه ۴۴ کیلومتره لرې ګردېز ښار و.
حبیبالله ذهین په فیسبوک کې لیکلي: «په ژوند کې مې لومړي ځل لپاره اوږده زلزله حس کړه، رب دې افغانان وساتي.»
حکمتالله حقیار بیا وایي چې ده تازه عملیات کړي وو او ډاکټر ورته د ارام سپارښتنه کړې وه، خو د زلزلې له امله یې منډه کړه، اوس یې تکلیف زیات شوی دی.
دا زلزله په داسې حال کې شوې چې په ځینو ولایتونو کې سخت بارانونونه هم شوي او په ځینو کې اوس هم روان دي.
تر اوسه د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې ده، تېره شپه د پاکستان په خېبر پښتونخوا، وزیرستان او پلازمېنې اسلاماباد کې هم زلزله شوې ده.
[/restrict]
Views: 166
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن