ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې د زلزله‌ځپلو لپاره ۵۰ زره سي‌سي وینه راټوله شوې ده

کاپیسا کې د زلزله‌ځپلو لپاره ۵۰ زره سي‌سي وینه راټوله شوې ده

author avatar
23 Jun 2022 - 14:32
کاپیسا کې د زلزله‌ځپلو لپاره ۵۰ زره سي‌سي وینه راټوله شوې ده
author avatar
23 Jun 2022 - 14:32

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست د خوست، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو له خلکو سره د غمشریکۍ په موخه ۵۰ زره سي‌سي وینه راټوله کړې او ورلېږلې یې ده.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې وړمې شپې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

حکومت د هر قرباني شوي له کورنۍ سره ۱۰۰ زره او د هر ټپي له کورنۍ سره ۵۰ زره افغانۍ د مرستې لپاره ځانګړې کړې دي.

په همدې حال کې د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست وایي، د پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو له خلکو سره د غمشریکۍ په موخه یې ۵۰ زره سي‌سي وینه ورلېږلې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کاپیسا ولایتي روغتون ډاکټرانو دغه وینه په معیاري او خوندي بڼه په پاکټونو کې یادو ولایتونو ته لېږلې ده.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.