کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست د خوست، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو له خلکو سره د غمشریکۍ په موخه ۵۰ زره سيسي وینه راټوله کړې او ورلېږلې یې ده.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې وړمې شپې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

حکومت د هر قرباني شوي له کورنۍ سره ۱۰۰ زره او د هر ټپي له کورنۍ سره ۵۰ زره افغانۍ د مرستې لپاره ځانګړې کړې دي.

په همدې حال کې د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست وایي، د پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو له خلکو سره د غمشریکۍ په موخه یې ۵۰ زره سيسي وینه ورلېږلې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کاپیسا ولایتي روغتون ډاکټرانو دغه وینه په معیاري او خوندي بڼه په پاکټونو کې یادو ولایتونو ته لېږلې ده.