اتلانتا (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر له امیر او نورو ملکي او نظامي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دفاعي او امنیتي همکاریو خبرې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر قطر ته له رسېدو سره سم د دغه هېواد له امیر شیخ تمیم بن حمدآل ثاني سره چې د یاد هېواد د دفاع وزیر ډاکتر خالد بن محمد العطیه یې هم ملتیا کوله، وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د دفاع وزارت سرپرست وزير د افغانستان له خلکو سره یې د قطر دوست هېواد له مرستو مننه وکړه او د یادو مرستو پر دوام یې تینګار وکړ.
د ملي دفاع وزارت ویلي چې مولوي محمد یعقوب دغه راز د قطر د امیر د ملي امنیت له سلاکار شیخ محمد بن احمد المسند سره وکتل او دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
د یو بل خبر له مخې، د ملي دفاع سرپرست وزیر په دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو محمد بن عبدالرحمن الثاني، د قطر لوی درستیز الفريق الركن سالم حمد النابت سره هم لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت وایي چې سرپرست وزیر او مل پلاوی یې د قطر د ګډو نظامي عملیاتو له مرکزه هم لیدنه وکړه او د ګډو پوځي عملياتو مرکز له قوماندان سره یې وکتل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP