Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغان حاجیانو لومړۍ ډله د جمعې پر ورځ کابل ته رسېږي

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د حج، ارشاد او اوقافو وزارت وایي، د حج فریضې تر ادا کولو وروسته به د افغان حاجیانو لومړۍ ډله د جمعې پر ورځ کابل ته رسېږي.

د یاد وزارت ویاند او د نشراتو رییس حضرت‌محمد حسیني د چنګاښ په ۲۱مه، له مکې مکرمې څخه د ټیلیفون پر لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د حج مراسم حاجیانو ته له کومې ستونزې پېښېدو پرته په ښه ډول ترسره شول.

هغه زیاته کړه، افغان حاجیان د پنجشنبې پر ورځ ناوخته له مکې څخه د جدې نړۍوال هوایي ډګر ته روانېږي او له هغه ځایه به په نیمه شپه د کابل پر لوري په دوو الوتنو کې ستنېږي.

حسیني وویل، د افغان حاجیانو لومړۍ ډله - چې شاوخوا ۷۰۰ کسان دي -  په دوو الوتنو کې، د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۲۴مه) سهار وخته کابل ته رسېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۶زره حاجیان چې لومړی سعودي ته رسېدلي وو او له حج څخه مخکې مدینې منورې ته تللي وو، هغوی به په لومړیو الوتنو کې هېواد ته ستنېږي .

د حج وزارت ویاند وایي، کوم حاجیان چې مدینې ته نه دي تللي، د پنجشنبې پر ورځ به مدینې ته یې تګ پیل شي.

هغه وویل، سږ کال یوازې یو افغان حاجي د زړه د حملې له امله وفات شوی و چې جسد یې له حج څخه مخکې هېواد ته استول شوی.

حسیني زیاته کړه، د فرضي حج د یادو مناسکو په ادا کولو سره د حج مراسم بشپړ او حاجیان له کومې ستونزې پرته خپلو عمارو ته ستانه شول.

د هغه په وینا، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سږ کال مینا او عرفات ته د حاجيانو لپاره غوره عصري بسونه په کرايه نيولي وو؛ همدارنګه يې د حاجيانو د مناسکو ناظمین په تنظيم او تدريس کې هم فعاله ونډه لرله چې له شيوخو او علماوو څخه غوره شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.