Language

سعودي اسراییلي الوتکو ته د خپل هوایي حریم کارولو اجازه ورکړه

اټلانټا (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱): ریاض ته د امریکا د ولسمشر جو بایډن د سفر په درشل کې سعودي عربستان اسراییلي الوتکو ته اجازه ورکړه چې د دغه هېواد هوایي حریم وکاروي.

د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې د چنګاښ په ۲۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ټولو بار وړونکو الوتکو لپاره چې د دغې ادارې شرایط [اړتیاوې] پوره کوي، د سعودي د هوايي حریم د پرانیستلو پرېکړه اعلانوي.

سعودي عربستان مخکې دغو الوتنو ته اجازه نه ورکوله. نړۍوالې رسنۍ وايي چې په دې تازه پرېکړه کې اسراییلي الوتکو ته هم د کارولو اجازه ورکړل شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د امریکا د ملي‌ امنیت سلاکار جیک سولیوان په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «دا له تېرو څو میاشتو راهېسې له سعودي عربستان سره د ولسمشر [جو بایډن] د پرله پسې او اصولي ډیپلوماسۍ نتیجه ده چې ثمره یې د هغه په ننني سفر کې لیدل کېږي.»

هغه زیاته کړې، ولسمشر بایډن د سعودي د حکومت دا تاریخي پرېکړه ستایلې ده او ریاض ته به د خپل سفر په ترڅ کې په دې اړه ډېر نور څه  ووايي.

د سعودي له دغه اعلان وروسته د امریکا د ولسمشر جو بایډن الوتکه له اسراییل څخه نیغ په نیغه ریاض ته ورسېده. بایډن ویلي چې هغه د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې نیغ په نیغه له اسراییل څخه سعودي ته سفر کوي.

که څه هم متحده عربي امارات، بحرین او مراکش له اسراییل سره سفارتي اړیکې جوړې کړې دي، خو سعودي عربستان تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.