Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خالد حنفي: له نړیوالو فشارونو سره سره بیا هم له خپلو پرېکړو نه تېرېږو

خالد حنفي: له نړیوالو فشارونو سره سره بیا هم له خپلو پرېکړو نه تېرېږو

غزني (پژواک د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د امر بالمعروف سرپرست وزیر وايي، له نړیوالو فشارونو سره، سره بیا هم له خپلو پرېکړو نه تېرېږي او تر څنګ يې په نړیوالو هم غږ وکړ چې نور دې د دوی په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (شنبه) غزني ته په سفر کې د دغه ولایت له ولایتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره په ګډه ناسته کې وکړې.

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي وویل: «اسلامي امارت باندې الهي نصرت و چې د نړۍ زبرځواکو هېوادونو ته یې په شل کلنه جګړه کې ماتې ورکړه او اوس د دغه حکومت د پایښت لپاره د امر بالمعروف وزارت مهم رول لري. خو په هېواد دننه کې ځيني مغرض کسان د نورو په لمسون په امر بالمعروف وزارت پسي بدرد وايي، دا دغسې معنا لري لکه د خدای په اسماني کتاب قران شریف پسې چې څوک بد ووايي.»

د ده په وينا، هر هغه څوک چې د اسلامي امارت په چوکات یا په ادارو کې کار کوي، په سیرت، صورت او شریعت برابر نه و، نه به د راتلونکي لپاره بایومټریک شي او له دندو به هم لرې کړل شي.

نوموړي وویل: «که په یوې سیمه کې امر بالمعروف نه وي، نو په هماغه سیمه کې سوچه اسلامي نظام جوړېدل ناممکن وي، مونږ د دې لپاره مټې را بډ وهلي چې دلته سوچه اسلامي نظام رامنځته کړو او په همدې مخه به ټولې پرېکړې عملي کوو.»

هغه دا هم وویل، چې د غزني دولتي بنسټونو مسوولين دې په خپلو صفوفو کې د وېښتانو اصلاح وکړي، د اسلامي امارت ځواکونو په ليکو کې دې د کم عمره کسانو له استخدام څخه ډډه وکړي، په بيت المال کې دې خيانت نه کوي، د اسلامي شريعت ټول اصول رعايت کړي او له فحشاوو منکراتو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.

نوموړي د دغو خبرو تر څنګ دا هم وویل چې اوسنی حکومت او په ځانګړي ډول د امر بالمعروف وزارت له نړیوالو فشارونو سره، سره بیا هم له خپلو پرېکړو نه تېرېږي او په نړیوالو یې غږ وکړ چې نور دې زموږ په چارو کې لاسوهنه نه کوي .

هغه همدا راز د خپلو خبرو پر مهال په امریکا او د هغوی په متحدینو نیوکه وکړه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

هغه دا هم څرګنده کړه چې د تېر نظام په جریان کې ۹۹ سلنه ښځو حجاب درلود، خو اوس د خوښۍ ځای دی چې دغه فیصدي سلو فیصده ته رسېدلې ده.

ده د جوړې شوې غونډې پر مهال له ولسي خلکو غوښتنه وکړه، چې د طالبانو له حکومت سره دې د تېر په څېر خپلو همکارۍ ته دوام ورکړي، ترڅو یو ښه او په پښو ولاړ اسلامي حکومت ولرو.

دا په داسي حال کې ده چې د امر بالمعروف وزارت په هېواد کې د خپلو پرېکړو په عملي کېدو ټینګار کوي، خو تر اوسه هیڅ کوم هېواد اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.