Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پولیس: بلخ کې درې «وسله‌وال غله» ووژل شول

مزارشریف (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۱): د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو غلو ترمنځ په نښته کې درې «وسله‌وال غله» وژل شوي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري وایي چې یاد کسان د مزارشریف ښار د نهمې ناحیې اړونده سیمه کې وژل شوي دي.

د ده په وینا، وژل شوي کسان د مزارشریف ښار په بېلابېلو سیمو کې پر وژنې او وسله‌والو غلاوو  تورن او له څه مودې راهیسې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وو.

هغه وویل چې امنیتي ځواکونو له یادو کسانو څخه یو کرولا ډوله موټر او یو میل کمري تومانچه ترلاسه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.