مزارشریف (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي سرچينې وايي چې نن مازدیګر د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
د دغه ولایت د امنيه قوماندانۍ ویاند محمدآصف وزیري پژواک ته وویل: «چاودنه مازدیګر شپږ بجې د درېيمې حوزې اړوند مخابراتو چوک ته څېرمه شوې خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.»
نوموړي په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل، خو زياته يې کړه چې چاودېدونکي توکي په يوه کراچۍ کې ځای پرځای شوي و.
Views: 72
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن