کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۱): په هېواد کې له سیاسي بدلون را وروسته د کابل چهلستون برېښنايي تذکرو د وېش څانګې څه باندې ۸۰زره تذکرې وېشلې او له دغه مدرکه یې ۲۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
دغه څرګندونې نن د یادې ادارې ویاند محمدحلیم رافع رسنیو ته په استولي پیغام کې کړې دي.
هغه د تذکرو د وېش د یادې څانګې عمومي مدیر خالد زلمی ستانکزي له قوله لیکلي چې دغه څانګه د لسو ښځو په ګډون ۴۵ کارکوونکي او په ورځنې ډول د ۱۰۰۰ غوښتنلیکونو د پړاوونو د وهلو وړتیا لري.

د ده په وینا، په هېواد کې له سیاسي بدلون را وروسته یادې څانګې څه باندې ۸۰زره کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې او له دې مدرکه دولت ته څه باندې ۲۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د برېښنايي تذکرو د وېش په یاده څانګه کې پر نویو تذکرو سربېره، له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي چې د هېوادوالو د ودونو، زېږېدنې، د کورنۍ د پاتې او نویو غړو د ثبت او د تذکرې د تجدید چارې پکې شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پژواک د روانې زمري میاشتې د لسمې د یوه راپور له مخې، د کارتونو د نه شتون له امله برېښنایي تذکرې تر نوي امر پورې نه وېشل کېږي، خو د غوښتونکو د هویت تثبیت، بایومټریک او نور پړاوونه ترسره کېږي.
په هېواد کې د برېښنايي تذکرو وېش د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي په ۱۳مه پیل شوی دی.
د احصايې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه په ټول هېواد کې څه باندې ۸،۲ میلیون کسانو ته تذکرې وېشل شوې؛ له دې ډلې څه باندې ۲،۱ میلیون کسانو ته په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته وېشل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP