اټلانټا (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱) : په فلسطین کې د ۳۳ تر وژل کېدو وروسته د مصر په درېمګړتوب د اسراییل او فلسطین ترمنځ د اوربند لپاره مذاکرات پیل او هوکړې ته ورسیدل.
د فلسطین او اسراییل ترمنځ تازه شخړه د اسراییلي ځواکونو لخوا د اسلامک جهاد ډلې دیوه مشر د تر نیول کیدو وروسته رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، له تیرې یوې اونۍ راهیسې په اسراییلي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه فلسطینیان وژل شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.
بلخوا د ترکیې انادولو اژانس خبر ورکړی چې د اسراییل تر بمباریو وروسته د حماس ډلې پر اسراییليي ښارونو تر درېیو سوو ډیر توغندي توغولي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي.
سرچینې زیاته کړې، چې د اسراییلو په دې بمباریو کې د اسلامک جهاد ډلې یو مهم قوماندان تیسیر الجعبري هم وژل شوی دی.
بلخوا د بي بي سي د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامي جهاد حرکت اعلان کړی، چې له اسرائیلو سره یې د اوربند په اړه هوکړه کړې او دا اوربند به له دوو ساعتونو څخه په کمه موده کې عملي شي.
څو شېبې وړاندې د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي وو، ټاکل شوي پوځي اهداف ترلاسه شوي او د عملیاتو دوام ته اړتیا نشته.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامي جهاد یوه چارواکي هم د اوربند خبرې “په لوړه کچه” تایید کړې خو ټینګار یې کړی چې “که اشغالګر تېری او جنایت ونه دروي، د مقاومت جبهه به اوربند ونه مني.”
Views: 67
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن