ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې له ۹ زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

پکتیکا کې له ۹ زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
10 Aug 2022 - 17:45
پکتیکا کې له ۹ زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
10 Aug 2022 - 17:45

ښرنه (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): د پکتيکا د مرکز په ګډون په شپږو ولسواليو کې د يوې نړیوالې خيريه موسسې له خوا له ۹ زره بېوزلو او اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته مرسته وشوه.

د ‹‹اُمه›› په نوم د یوې نړيوالې خيريه موسسې د وېشنې د برخې مسوول حضرت ولي پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو دوو مياشتو را په دې خوا یې د پکتيکا په مرکز ښرنه، ګيان، سر روضه، اورګون، مټاخان او خوشامند ولسواليو کې پر ۹۰۰۰ بېوزلو او اړو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وېشلې چې هرې کورنۍ ته د ۱۳۰ ډالرو معادل خوراکي توکي رسېدلي دي.

دی وايي، په هره ولسوالي کې یې د بېوزلو له دقيقې سروې وروسته، په ۱۵۰۰ کورنيو د خوراکي توکو مرستې وېشلې چې د دغو مرستو په هره کڅوړه کې اوړه، غوړي، وريجې، دال او چای شامل دي.

نوموړی وايي، د ‹‹اُمه›› په نوم دغه نړيواله موسسه په بېلابېلو ۲۵ هېوادونو کې فعاليت کوي چې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې یې په افغانستان کې هم خپل فعاليت ته دوام ورکړی دی.

د ده په وينا، په راتلونکو میاشتو کې هم د افغانستان په مختلفو سيمو کې پر بېوزلو او اړو کورنیو د مرستو د وېش پلان لري.

دی زياتوي: «موږ په راتلونکې ژمي کې هم پلان لرو چې نورې مرستې هم وکړو او هغه مرستې به د ۱۵۰ ډالرو معادل وي او د خوراکي پکېج تر څنګ به خلکو ته کمپلې هم ووېشو.»

نوموړي یادونه وکړه چې له تېرو پنځو مياشتو را په دې خوا یې په ټول افغانستان کې پر ۱۰۰ زره بېوزلو او اړو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وېشلې دي.

د هغه په خبره، د افغانستان لپاره یې د سږني کال بوديجه ۱۰ ميليونه پاونډه ځانګړې کړې چې په بېلابيلو برخو کې به د هيواد د بېوزلو لاسنيوی پرې وکړي.

دغې موسسې د مرستو د ترسره کولو په دوام نن د پکتيکا په سر روضه ولسوالي کې ۱۵۰۰ کورنيو ته خوراکي توکو مرسته ووېشله.

په سر روضه ولسوالي کې د دغو مرستو د اخيستو لپاره راغلي د بېوزلو کورنيو غړي له ملي او نړيوالو موسساتو څخه د مننې او د دغو مرستو د دوام ترڅنګ ځوانانو ته د کاري زمينې برابرولو غوښتنه کوي.

دوی وايي، حکومت او موسسات دې په داسې يو سيستم کار وکړي چې خلکو ته په کې کاري زمينه برابره شي څو هر ځوان او با انرژي بېوزله وتوانېږي چې د خپلو مټو په زور کورنۍ ته نفقه پيداکړي.

د دغو مرستو د روڼ وېش په اړه د ‹‹اُمه›› موسسې د مسوولينو تر څنګ قومي مخور هم ډاډ ورکوي او وايي، چې د مرستو لپاره د سروې په برخه کې د اړونده مسولو ټيمونو نظارت کوي او د اړمنو په نښه کولو کې هم دوی ورسره همکار دي.

په سر روضه ولسوالي کې د حاجي محمد کريم په نوم يو تن قومي مشر په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوی په سيمه کې د بېلابيلو ادارو له لوري پر بېوزلو مرستې وېشل کېږي او دوی یې په کلکه څارنه کوي څو مرستې تر اړمنو کسانو ورسېږي.

هغه زیاته کړه: «دلته چې کوم د مرستو خلک راځي موږ ورسره یو د دوی څار هم کوو او له دوی سره کومک هم او هغه کسان ورښيو، چې غریب وي، نو ډاډه اوسئ چې په دې مرستو کې فساد نه کېږي.»

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې نه يوازې په پکتيکا بلکې د هيواد په بېلابيلو ولايتونو کې د بېکارۍ، زلزلو او سېلابونو له امله د بېوزلو شمېر ډېر شوی، چې خلک یې له ګڼو اقتصادي ناورينونو سره مخ کړي دي.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.