ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونان کې د ناقانونه کډوالو یوې بېړۍ ډوبېدو له امله ۵۰ کسان نادرکه دي

یونان کې د ناقانونه کډوالو یوې بېړۍ ډوبېدو له امله ۵۰ کسان نادرکه دي

author avatar
11 Aug 2022 - 01:47
یونان کې د ناقانونه کډوالو یوې بېړۍ ډوبېدو له امله ۵۰ کسان نادرکه دي
author avatar
11 Aug 2022 - 01:47

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): د یونان ساحلي‌ ځواکونه وايي، نن چهارشنبه د اګست لسمه په اژه سمندر کې د کډوالو یوه بېړۍ ډوبه شوې او ۵۰ کسان نادرکه دي.

یوناني چارواکي وايي، هوايي او سمندري ژغورونکې ډلې هلې ځلې کوي‌ چې ورک شوي‌ کسان پيدا کړي. دغه کښتۍ تېر سهار د ترکیې له انتالیا څخه د کارپاتوس او رودوس سواحلو پر لور روانه شوې وه.

د یونان د ساحلي ځواکونو یوه مطبوعاتي مسوول د فرانسې خبري‌ اژانس ته وویل: «د ۲۹ ژغورل شویو کسانو د معلوماتو په اساس، په کښتۍ کې ۸۰ کسان ناست وو. په دې حساب نږدې ۵۰ کسان ورک دي.»

خو د یونان دولتي ټلویزون «ERT» وايي چې په بېړۍ کې د ۳۰ او ۶۰ ترمنځ کسان ناست وو.

د ساحلي‌ ځواکونو ویاند نیکوز کوکالاس دغه ټلویزون ته ویلي: «امکان نه لري چې دا کښتۍ دې ۸۰ کسان ولېږدوي، موږ وایو چې کسان کم دي.»

د ورکو شوو کسانو د لټون په عملیاتو کې څلور کښتۍ، د ساحلي ځواکونو د ګزمې دوې کښتۍ او د یونان د هوايي ځواکونو چورلکې برخه لري. ښاغلي کوکالاس وویل چې د پناه غوښتونکو اکثریت کښتیو کې خلکو ته د ژغورنې واسکټونه او جامې نه اغوستل کېږي.

د ساحلي ځواکونو له لوري‌ په یوې خپرې شوې ویډیو کې ښودل کېږي چې د پوځ یوه الوتکه دوه کسان ژغوري او بیا یې کارپاتوس ته انتقالوي، ۲۷ نور ژغورل شوي‌ کسان هم د کوز ټاپو ته لېږدول شوي دي.

تېره ورځ هم د یونان ساحلي ځواکونو وویل چې ۱۲۲ کسان یې له هغه وروسته وژغورل چې کښتۍ یې ډوبه شوه. له ترکیې څخه ډېر خلک د سمندر له لارې یونان او بیا د اروپا نورو هېوادونو ته ځي چې پناه واخلي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دوی کې ډېری کسان د سوریې، افغانستان او هغو هېوادونو وګړي دي چې د نا امنیو او د ژوند نورو سختو شرایطو له امله د خپلو هېوادونو پرېښودو ته مجبورېږي. پر دغې لارې زرګونه کسان په سیند کې ډوب او مړه شوي دي.

[/restrict]

Views: 100

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.